د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کولمبیا لوېدیځ کاوکا ولایت کې تېره ورځ «شنبه» د یوې بمي چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ویل شوي، دې بمي برید کې پر پان-امرېکن لویه لاره یو بس موټر په نښه شوی دی.
چارواکو دا برید د فارک مخالفو ډلې پورې تړلی؛ هغه ډله چې د ۲۰۱۶ کال د سولې له موافقې سره یې مخالفت کړی وو.
د کاوکا ولایت والي اوکتاویا ګوزمان ویلي، چې نور نه شي کولای په یواځې ځان د ورته بریدونو مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې له مرکزي حکومته پیاوړی، دوامدار او موثر اقدام غواړي، ځکه په خبره یې د عامه نظم جدي بحران رامنځته شوی دی.
