د اسلامي‌ امارت رییس الوزرا، محمد حسن اخند د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته ورسېد.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اسلامي امارت د رییس الوزرا په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته رسېدلی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې هغه بیا د هرات له هوايي ډګره، د دغو سترو پراختیايي پروژو د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته تللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version