Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ریچارډ بینېټ د شر او فساد په خبرو قضاوت کوي!
    لیکني

    ریچارډ بینېټ د شر او فساد په خبرو قضاوت کوي!

    صابر افغانصابر افغان2 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ٧مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې پر اساس یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت تاییدوي.

    د ۲۰۲۲م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه ریچارډ بینېټ په دې دنده وګمارل شو او د همدې کال د مې په لومړۍ نېټه یې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه، څو څو ځله یې افغانستان ته سفرونه وکړل او د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې راپورونه جوړ کړل.

    ریچارډ بینېټ چې څو وارې افغانستان ته سفرونه وکړل، د بشري حقونو د وضیعت په اړه یې ضد او نقیص راپورونه خپاره کړل، د حقیقت پرځای یې افواهاتو ته هواوې ورکړې.

    ریچارډ بینېټ د شرعي حاکم نظام ضد، مخالفو ډلو ټپلو او له دې سره یې د شر او فساد د غړو خبرې واورېدې، په حقیقت یې سترګې پټې کړې او تر نړیوالو یې شایعات ورسول.

    دا چې ریچارډ بینېټ غلط او د حقیقت خلاف راپورونه نشرول، طالبانو د روان ۲۰۲۴م کال له اګست میاشتې افغانستان ته د نوموړي په راتلو بندیز ولګاوه.

    بینېټ په یوه نوي خپور کړي راپور کې ویلي چې، د دغه راپور موندنې به د راروانې نومبر میاشتې په لومړۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې کړي.

    ریچارډ بینېټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، دغه راپور په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو، نجونو، ماشومانو او لږکیو د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت بیان کړی دی.

    بینېټ یوځل بیا له منافقت او شیطانت څخه کار اخیستی، په خپاره کړي راپور کې یې د بشري حقونو ښه وضیعت خراب بللی دی.

    لکه څنګه چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې، ریچارډ بینېټ د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله؛ نو له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.

    اوس یې هم همدا چاره په خپاره کړي راپور کې مخې ته وړې، له لرې یې د شر او فساد په خبرو قضاوتونه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعليمي مرکز له ټوليزو زده کړو څخه ۱۹۸ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
    راتلونکي مقاله پر تل‌ابیب د حزب‌الله توغندیز برید؛ یوولس تنه ټپیان کړي

    مربوطه لیکنې

    د هېواد د حاکمیت نقض؛ د پاکستاني رژیم او مخالفینو د اتحاد عوامل څه وو؟

    24 اکتوبر 2025

    د هېواد د حاکمیت نقض؛ د پاکستاني رژیم او مخالفینو د اتحاد عوامل څه وو؟

    24 اکتوبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    23 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 اکتوبر 2025

    هنګو کې بمي برید؛ د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني پولیس هلاک کړي

    د شمالي کوریا ولسمشر، کیم جونګ اون: له روسیې سره مو ملګرتیا تر بل هر وخت پیاوړې ده

    24 اکتوبر 2025

    ټرمپ راتلونکې پنجشنبه جنوبي کوریا کې له خپل چینایي سیال سره ویني

    24 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    هنګو کې بمي برید؛ د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني پولیس هلاک کړي

    24 اکتوبر 2025

    د شمالي کوریا ولسمشر، کیم جونګ اون: له روسیې سره مو ملګرتیا تر بل هر وخت پیاوړې ده

    24 اکتوبر 2025

    ټرمپ راتلونکې پنجشنبه جنوبي کوریا کې له خپل چینایي سیال سره ویني

    24 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،007 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،056 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.