د زابل د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، پرو سږکال ۱۴۰۲ل کې په ټولیز ډول ۶۰زره او ۵۰۵ کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوي، چې ۴۴زره او ۸۲ برېښنايي او ۱۶زره او ۴۲۳ تنو یې کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.

د زابل د احصایې او معلوماتو رئیس گل محمد احمد وايي، هره ورځ تر ۶۰۰ کسانو د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.: «د مرکز په گډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۷۹۴ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او شاوخوا سلو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۸۸ زېږون کارتونه او ۱۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»

د ښاغلي احمد په خبره، په زابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانگې فعاله دي، چې ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د نوو پېژندپاڼو د وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) هم وړاندې کوي.

که څه هم په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې پیل شوې؛ خو لا هم د هېواد څه باندې ۳ مېلیونه کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې اخیستې او لا هم مېلینونه خلک کاغذي پېژندپاڼې اخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version