شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې منځني ختیځ او یو شمېر عربی هېوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “انتوني بلېنکن” سفر کړی دی.
نوموړي د خپل سفر پر مهال له عربي هېوادونو غوښتي، چې پر حماس ډلې فشار راوړي، څو په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر “جوبایډن” وړانديز ومني.
خو بل لور ته رویټرز خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې د حماس ډله د بلېنکن څرګندونې د اسرائیلو په ګټه ګڼلې دي.
دغه چارواکي ويلي، چې په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د بلېنکن څرګندونې او د جوبایډن وړاندیز د اسرائیلو په ګټه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن مصر ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد ولسمشر “عبدالفتاح السیسي” سره لیدلې دي؛ رسنیو ویلي چې دواړو لوریو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي له دغې لیدنې وروسته په “قاهره” کې خبریالانو ته وویل: “د سیمې حکومتونو او خلکو ته زما پیغام دا دی چې که تاسو اوربند غواړئ، پر حماس فشار راوړئ چې هو ووایي؛ که تاسو غواړئ چې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو کړاوونه کم کړئ، نو پر حماس فشار راوړئ، چې هو ووایي، که تاسو غواړئ چې ټول یرغمل شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، په حماس فشار راوړئ چې هو ووایي”.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر غزې تړانګه د اسرائیلو له یرغل وروسته دا اتم ځل دی، چې منځني ختیځ ته سفر کوي.
یو شمېر رسنیو ویلي و، چې حماس د مې په میاشت کې اعلان کړی و، چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه یې موافقه کړې، خو یوه اسرائیلي چارواکي هغه مهال ویلي و، چې دا تړون اسرائیلو ته د منلو وړ نه دی، ځکه چې د هغه په وینا شرایط نرم شوي دي.
بلېنکن له مصر وروسته د دوشنبې په ماښام اسرائیلو ته رسېدلی او هلته یې د اسرائیلو لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” سره لیدلې دي.
د غزې په تړانګه کې جګړه د اکټوبر پر ۷مه د حماس له خوا پر اسرائیلو له یوه ناڅاپي برید وروسته پیل شوه.
د اسرائیلي رسنیو د معلوماتو پر اساس په دې برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور د حماس لخوا یرغمل شول.
پر غزې تړانګه د اسرائیلو له یرغل را وروسته شاوخوا ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي.
د دغې جګړې زیات شمېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.بل لور ته معلومات ښیي چې د جګړې له امله د غزې تړانګې له نیم څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې او په کنډوالو بدلې شوې دي.