د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د میدان وردگو په سید اباد ولسوالۍ کې یې د پینځو چیکډیمو سروې کړې، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړ شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د میدان وردگ ولایت کې یې د پینځو چیکډیمو تخنیکي، ټولیزه او اقتصادي سروې کړې ده.:«په سید اباد ولسوالي کې د کبلکي، امام ابوحنیفه، حسن‌خیلو، مڼو تنګي او سپینکي چيکډيمونو تخنیکي، ټولنیزه او اقتصادي سروې کړې ده.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو چیکډیمو په جوړېدو سره به په سید اباد ولسوالۍ کې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي او سلگونه کسانو ته به د کار زمینې سربېره سلگونه جریبه ځمکې هم خړوبې کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د سلگونه چیکډیمو د جوړولو چارې روانې دي، چې د ځینو چیکډیمو چارې به ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version