د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زېلينسکي ویلي، چې د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې برخه نه اخلي، ځکه په اړه یې هیڅ معلومات نه لري.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې، کیېف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي ته تللی او په پام کې ده چې مسکو هم هلته یو پلاوی واستوي او د اوکراين جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version