د کورنيو چارو وزارت اړوند د سرحدي پولیسو لوی رياست وياند عابد الله فاروقي وايي، سرحدي پوليسو د واورو او اورښتونو له امله له ایران سره په پوله بند پاتې لسګونه مسافر ژغورلي دي.
د فاروقي په خبره، سرحدي ځواکونو پر وخت اقدام کړی او ژغورل شویو کسانو ته لومړنۍ طبي مرستې او نورې اړینې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
