د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عبادالله فاروقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرحدي پولیسو د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هېواد په هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د دوو بهرنيانو په ګډون ۳۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، نیول شوي کسان د تاریخي آثارو، قېمتي ډبرو، جعلي وېزو، وژنې او د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، سرحدي پولیسو په دغه موده کې د ۲۰۰ زره درهمو د قاچاق مخنیوی هم کړی دی.

نیول شویو بهرنیانو کې چینایي او تاجکستاني اتباع شامل دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د سرحدي پولیسو لوی رئیس مولوي حزب‌الله افغان ویلي، چې سرحدي ځواکونه بشپړ چمتو دي او هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی د مسؤولیت په ساحه کې د هېواد له نافذه قوانینو سرغړونه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version