د افغانستان برېښنا شرکت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت د اجرايوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی نن چهارشنبه د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روان شو.

سرچينه زياتوي چې په یاده ناسته کې د کوربه هېواد تاجکستان په ګډون د قرغیزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي هم ګډون کوي.

د سرچينې په خبره په جوړې شوې ناسته کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حل لارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.

په اعلامیه کې راغلي چې برېښنا شرکت د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version