عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن حضرموت ولایت په ختیځ کې پر امارات پلوه ملېشو هوایي برید کړی دی.

راپور زیاتوي، چې دې برید کې د یادو ملېشو د موټر کاروان په نښه شوی.

ویل شوي، برید د امارات پلوه ملېشو د پرمختګ د مخنیوي په موخه شوی، خو تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې سعودي عربستان نن سهار هم د یمن په مکلا بندر کې د عربي متحده اماراتو د وسلو او زغره‌والو موټرو یوه محموله په نښه کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version