د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د صهيونيستي اسرائیلو له لوري د هغې ادارې د جوړولو اعلان غندلی، چې موخه یې د فلسطینیانو له غزې څخه په زوره اېستل دي.
همداراز، دغه وزارت د لوېدیځې غاړې د ۱۳ ناقانونه استعماري سیمو د بېلولو او د استوګنځایونو په توګه د قانوني کولو پرېکړه هم په کلکو ټکو غندلې ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي «سعودي عربستان د نړیوالو قوانینو او بشر دوستانه قانون پر ضد د اسرائیلي سرغړونو کلک مخالفت څرګندوي».
ياده دې وي چې، په غزه د صهيونيستي رژيم وروستي پراخ وحشتونه تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون ګڼو نورو اسلامي هېوادونو يواځې په کلکو ټکو غندلي دي.