کابل کې د سعودي عربستان سفارت خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د لېوالتيا په اساس او له افغانستان سره د سياسي اړيکو د لا پراختيا او خدماتو وړاندې‌ کولو په موخه سر له نن څخه په کابل کې ياد سفارت پرانيستل شو.

د يادونې وړ ده چې د افغان حکومت مشرانو په دې وروستيو کې له نړۍ سره د سياسي اړيکو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی چې له ډلې یې کابل کې د سعودي عربستان سفارت پرانيستل هم مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version