د ناروې، هسپانې او ایرلیند را وروسته د سلوانیا پارلمان د فلسطین دولت د رسمیت پیژندنې پرېکړه تائید کړه او دغه دولت یې په رسمیت وپیژانده.
د سلوانیا د پارلمان مشر “اورسکا کلاکوکر زوپانسک” د جوزا په ۱۶ مه چهارشنبې سهار له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د هېواد دغه پرېکړه به یې منځني ختیځ کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د سلوانیا پارلمان، ۹۰ څوکۍ لري د ۵۰ اکثریتو مثبتو رایو سره یې د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه تایید کړې.
سلوانیا له وړاندې ویلي و، چې د فلسطین دولت به په رسمیت پیژني، چې د دولت دغه پرېکړه د یاد هېواد پارلمان د اکثریت مثبتو رایو پر اساس تائید کړه.