پرون سه شنبه د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر درلود.

پلاوي کې د استخباراتو رئیس عبدالحق وثیق او د سیاسي کمیسون غړی انس حقاني هم شامل وو.

ګڼو رسنیو دغه سفر ته کتنه کړې او تبصرې یې پرې لیکلي دي.

اسوسیټیډ پریس لیکلي، دغه لیدنه ښیي چې په نړیواله کچه له طالبانو سره د تعامل په اړه اختلاف موجود دی.

رسنۍ وایي، سره له دې چې لویدیځ طالبان د کابل د حکومت په توګه نه مني، د منځني ختیځ او نورې نړۍ هیوادونو له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي دي.

سراج الدین حقاني د اماراتو له مشر شیخ زاید بن النهیان سره په قصر الشاتي کې لیدلي دي.

د رسمي اعلامیې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ په پیاوړي کیدو، ګټو او سیمه ییز ثبات په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو په ډیرو مشرانو د امریکا له لوري بندیزونه او پیسې اعلان شوي دي چې سراج الدین حقاني باندې یې لس میلیونه ډالر اعلان کړي دي.

دا لیدنه په ابو ظبۍ کې د امریکا له سفارته پینځه کیلومتره لرې شوې ده.

د اماراتو تر څنګ چین، روسیه، قطر، ایران، مالیزیا او د منځنۍ اسیا ګڼ هیوادونه دي چې له افغان حکومت سره تعامل کوي او افغان دیپلوماتان یې منلي دي.

د کورنیو چارو له وزیر وړاندې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم ابو ظبۍ ته په رسمي سفر تللی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version