د سمنګان د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله رحماني وايي، امنيتي ځواکونو د يو لړ ځانګړو عملياتو په لړ کې د ياد ولايت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه لويه زېرمه کشف او ګڼ شمېر وسلې او مرمۍ یې ترې ترلاسه کړي.

د ښاغلي رحماني په خبره، دغه عملیات تېره شپه د دره صوف بالا ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ لخوا ترسره شوي، چې په کشف او ضبط شویو وسلو او مهماتو کې یو ميل دهشکه، دوه صندوقونه بم‌غورځونکې مرمۍ، اتلس فیره هاوان مرمۍ، ۳۸ صندوقونه د M-۴۰ او M-۴۱ مرمۍ، ۵۴ صندوقونه د دهشکې او پیکا مرمۍ، یو صندوق لاسي بمونه، ۲۱ تختې پرتله او یوه پایه مخابره شامل دي.

د ښاغلي رحماني په خبره، امنيتي ځواکونو له يوه دقيق راپور وروسته دغه وسلې او مهمات د پرځېدلي جمهوريت د یوه پوځي له کوره کشف او ضبط کړي او په اړه یې يو کس هم نیول شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version