د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازو پروژې ۱۰ کیلومتره پایپ لاین بشپړ شوی دی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان په یوه خپره کړې ویډيو کې ویلي چې، د هوا په ګرمېدو به د دې نللیکې چارې نورې هم ګړندۍ شي. نوموړي زیاته کړې چې، د ټاپي پروژې بشپړول یې لومړیتوب دی او د بشپړېدو د چټکتیا لپاره یې هیلې شته.

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پروژه ده چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د ګازو دا نللیکه به د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې پاکستان ته تېرېږي، چې ورسره به په دغو ولایتونو کې ګڼو خلکو ته کاري بوختیاوې هم برابرې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version