د سوډان روغتیایي چارواکو ویلي، چې تېره ورځ دوشنبه د دې هېواد په جنوب او لویدیځ کې د پوځ او ملېشو تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د دوو روغتیایي سرچینو له قوله لیکلي چې، یو توپ د سوډان په جنوب د کوردوفان په سیمه کې لګېدلی، چې لږ تر لږه ۴۰ تنه پهکې وژل شوي او ۷۰ نور پهکې ټپیان شوي دي.
د دې سیمې یوه مسؤل چارواکي ویلي، چې په ښار باندې برید د «سوډان ولس آزادۍ غورځنګ – شمال» په نامه یوې نیمه پوځي ډلې کړی چې مشري یې د عبدالعزیز الهیلو په نامه یو تن کوي.
د راپورونو له مخې، د سوډان په جګړو کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي دي او څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.