د افغانستان اماني صندوق مسوولین وايي، چې په دغه صندوق کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوې برخې اوسمهال ۳۳۷ میلیونه ډالره ګټلي دي.
د افغانستان اماني صندوق مسوولین وايي، چې په دغه صندوق کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوې برخې اوسمهال ۳۳۷ میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
دا صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې جوړ شوی و، چې اوسمهال یې ۳۳۷ میلیونه ډالره ګټه کړې ده، چې د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ور انتقال شوه.
د یاد صندوق مسوولینو ویلي، چې دا ګټه به د افغانستان په اقتصاد او د افغانیو په ارزښت ساتنه کې وکارول شي.
بل لور ته د اقتصاد وزارت بیا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د افغانستان د خلکو په زیان ګڼي او له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې دا شتمني ازاده کړي.
د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راوروسته امريکا د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف د افغانستان ۹ ميليارده ډالر شتمني کنګل کړې چې افغانستان یې له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دی.