له ارګ څخه خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په رسنيو کې اختلافي او نزاع پاروونکي بحثونه او مناظرې او په رسنيو کې د هغو بيان منع اعلان شو او له دې وروسته به یې مخنيوی کېږي.

اعلاميه زياتوي چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه حاکم نظام په حیث لکه څنګه چې د مسلمان ولس د ځان، مال او عزت ساتنه او په ټوله کې فزیکي امنیت یې خپل مسئولیت ګڼي دغه راز د ټولنې هر اړخیز ثبات، رواني امنیت، له نزاع، تفرق او تفریق څخه د ټولنې خوندیتوب، د تشتت او نفرت اچوونکو عواملو مخنیوی یې هم مهم مسئولیت دی.

اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې په کابل کې د ٤٥٩٥ تنو جیدو علماء کرامو لویه غونډه چې ١٤٤٣/١٢/٣ هـ ق نېټه ترسره شوه د پریکړه لیک اتمه ماده کې یې د همدې موضوع په اړه داسي لیکلي: پر هغو علماوو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اختلافي موضوعات راپورته کوي غږ کوو چې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي، ځکه له دې امله خلک لار ورکي او په ټولنه کې اختلافات او تشویشونه پیدا کیږي چې د فتنې راپورته کیدا سبب ګرځي.

اعلاميه کې همدا راز زياته شوې چې علماء کرام دې له هغو بحثونو او خبرو په کلکه ډډه وکړي چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي او د علماوو حيثيت ته پکې زيان رسېږي، پر دې سربېره وېل شوي چې علماء دې د هغو نادرو موضوعاتو له بيان څخه هم ډډه وکړي چې عامه ذهنيت یې له درک څخه عاجز وي.

د اعلاميې پربنسټ زياته شوې چې علماء کرام دې په عامو سټيجونو د يووالي اتحاد او اتفاق مسايل بيان کړي، او هغه استادان او عالمان چې پورته مسايل په نظر کې نه نيسي هغوی ته دې په خپلو تقريرونو کې نصيحت وکړي او له دې کار څخه دې منع کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version