رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا او سويلي کوریا اعلان کړی، چې دواړه هېوادونه به د روانې اګسټ میاشتې له ۱۸مې نېټې په لویه کچه ګډ پوځي تمرینات پیل کړي.

راپور زياته کړې، چې«د ازادۍ اولچي ډال» په نوم دغه دفاعي تمرینونه به ۱۱ورځې دوام وکړي.

رویټرز د سویلي کوریا د پوځي چارواکو له قوله زیاته کړې، چې د سږ کال نیمایي تمرینونه د ناسمې هوا له امله سپټمبر ته لېږدول شوي او ټینګار یې کړی چې دغه پرېکړه یې سیاسي انګېزه نه‌لري.

دغه راز د تمرینونو هدف د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو او د پرمختللو پوځي ټېکنالوژیو کارونې لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version