د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وايي، چې د پکتیا ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو پهٔ ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي پهٔ موخه دوه تنه هغه کوډګر نیولي، چې لۀ اوږدې مودې راهیسې یې د ټولنیز نظم د اخلال او د کورنیو په منځ کې د شدیدو اختلافونو د رامنځته کولو لپاره سحر او جادو کولو.
سرچينه وايي، دغو کوډګرو دغه راز لۀ عامو خلکو څخه پیسې اخيستې او تازه یې هم له يوه کس څخه ۵۰۰ ډالر او له بل څخه ۴ زره افغانۍ اخيستې وې چې محتسبينو د کوډګرو له نيول کېدو وروسته بېرته ورسپارلي.
ياده دې وي، چې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت محتسبينو په دې وروستيو کې دګڼ شمېر ولايتونو په کچه لسګونه کوډګر نيولي دي.