په سویلي کوریا کې له شاوخوا شپږ میاشتني سیاسي بحران وروسته د دغه هېواد د ډیموکراټ ګوند استازي، لي جائه میونګ د رایو په اکثریت ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

د جنوبي کوریا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، لومړنی ارزونې ښیي چې «لی جائه میونګ» د ۵۱.۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو، خپل سیال «کیم مون سو» له محافظه‌کار ګوند څخه مات کړی.

د یادونې ده چې، په دغه هېواد کې سیاسي بحران وروسته له هغې پیل شو چې پخواني ولسمشر مون جائه این د نظامي حکومت د رامنځته کولو ناکامه هڅه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version