د تېر پرځېدلي جمهوریت پر مهال د خوست والي حلیم فدایي ویلي، هند باید د امریکا پر ملاتړ باور ونه لري، ځکه چې (د ده خبرو ته په کتلو) دوی د امریکا ملاتړ تجربه کړی او پایله یې هم تر اوسه ګوري.

نوموړي زیاته کړې:«هند که په خپله څه کولی شي، نو ښه؛ کنه د امریکا پر ملاتړ باور مه کوئ، چې بلاخره به یې تاوان په خپله وینئ.»

فدایي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د هند او امریکا تر منځ اړیکې پراخېږي او واشنګټن له نوي ډهلي سره د ستراتیژیکو همکاریو په هڅه کې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version