د سټنډرډ ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ایران ته یې ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل ورګرځولي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د فراه ولایت د “ابونصر فراهي” بندر له لارې يې یاد ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
دغې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
یو شمېر هېوادوال د ستنډرد ملي ادارې د دغو اقداماتو ستاینه کوي او وایي، چې د نورو وارداتو په برخه کې هم باید ورته اقدامات ترسره شي، څو هېواد ته د بې کیفیته توکو د راوړلو مخنیوی وشي.