د عافیه صدیقي او د محمد رحیم مدافع وکیل “کلاین سفورډ سمیټ” وایي، چې پاکستان ورسره د دغو کسانو په خلاصون کې هېڅ ډول همکاري او مرسته نه کوي.‏

کلاین سفورډ سمیټ کابل ته راغلی، نوموړي د یوه خبري ناستې پرمهال له افغان حکومت څخه د هغوی د خلاصون په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

سمېټ د عافیه صدیقي قضیه تر ټولو زړه بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د هغې د خلاصون لپاره یې ځیني شاهدان او شواهد هم ترلاسه کړي دي.

کابل ته له کلایم سفورډ سمېټ سره راغلی د ګوانتانامو یو پخوانی زنداني “معظم بېګ” وایي، چې د پاکستان حکومت په یوه او بله پلمه بې ګناه خلک نیسي او بیا یې د ډالرو په بدل کې پر امریکا پلوري.

ډاکټره عافیه صدیقي او محمد رحیم په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د پاکستان حکومت لخوا په کراچۍ ښار کې د القاعده سره د اړیکو په تور ونیول شول.

دغه دوه تنه وروسته د پاکستان حکومت لخوا امریکا ته وسپارل شول، چې د کلونو را پدیخوا په ګوانتانامو زندان کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

عافيه صديقي نايرو ساينتست يا “عصب پوهه” ده چي د امريکا متحده ايالاتو د مسيچوسيتس د تکنولوجي په انستيتوت او د Brandeis په پوهنتون کي يې لوړي زدکړي کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version