د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوړو زدهکړو د چارسمبالي وزیر او د دولتي پوهنتونونو او علمي بنسټونو له رئیسانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټولو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا چارې پیل کړې دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سیاسي مرستیال له قوله ویل شوي، اسلامي امارت د افغانستان د رغولو او د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا چارې پیل کړې. افغانستان مسلکي او متحصصو کادرونو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د افغانستان پوهنتونونه پوره کولی شي.: «اسلامي امارت د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د اړتیا وړ بودیجه په واک کې ورکړې او د افغانستان پوهنتونونه او تحصیلي ادارې به په اساسي ډول ورغول شي، دغه راز به د دې بنسټونو کیفیت لوړ او له منل شوو معیارونو سره سم فعالیت وکړي.»
د خبرپاڼه کې له مخې، په نړیواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو لړۍ پرمخ روانه ده، دا مهال اسلامي امارت په یو شمېر هېوادونو کې څلوېښت فعالې سیاسي استازولۍ لري او په یوشمېر نورو هېوادونو کې به هم په نږدې راتلونکي د افغانستان استازولۍ رسمي فعالیت پيل کړي.
نوموړي د پوهنتونونو له استادانو غوښتي، چې له محصلانو ښه چلند وکړي او اصلاحې ناستې ورته برابرې کړي.
په دې لیدنه کې د لوړو زدهکړو چارسمبالي وزیر نداء محمد ندیم ویلي، په لوړو زدهکړو وزارت کې د خیالي محصلانو او اداري فساد لمن ټوله شوې او دا مهال د لوړو زدهکړو د نظام پرمختگ د ټولنې له اړتیا سره سم د مسلکي او متخصصو کسانو د روزنې پلان د عملي کېدو په حال کې دی.
که څه هم اوسمهال په هېواد کې لسگونه دولتي او خصوصي پوهنتونونه فعال دي؛ خو د زدهکړو بهیر یې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم نه دی او د نیمې لسیزې پخوانی نصاب پکې تدرسېږي.