لیکوال: شمس الله شهير

کفري نړۍ چې د ناټو تر نامه لاندې يې په افغانستان کې د ماتې خوب ليدلی وو، تر ماتې وړاندې یې د افغانستان دايمي نارامتيا لپاره يوه فتنه فعاله کړه، ياده فتنه يې د اسلام په جامه کې د خلافت تر کاذب شعار لاندې د داعش په نامه ونوموله؛ وسلې یې ورکړې او له پراخو امکاناتو سره سره یې د اشغال پر مهال نظامي اکمالات هم په ځينو ولايتونو کې ورته ورکړل.

دا فتنه چې هغه وخت هم د اشغال په وړاندې په قتال د بوختو سپاهيانو لخوا له اخ توخ وغورځول شوه، چې وروسته د اشغالګرو او بادارانو له ماتې وروسته بيا د امريکا په ملاتړ او د ګاونډيو هېوادونو تاجکستان او پاکستان په کوربتوب فعاله شوه چې اوس یې د وروستيو سلګيو حال دی.

بلخوا چې په افغانستان کې دریمې امپراتورۍ امريکا داخلي او بهرنيو ملګرو لاسپوڅو سره ماتې وخوړه، او د هغوی لخوا د هغوی په ملاتړ او تر لاس لاندې لاسپوڅې ادارې په ولس واکمنه کړې وه، حکومت يې د ولس په وینو مستو د يو ولايت څو اشخاصو ته ورکړی وو، چې د بادارانو له ماتې سره هغوی هم يو ځای د بادارانو ته چورلکو کې وتښتېدل او افغان ولس د دوی له شر او فساد، د قدرت له جزايرو او لنډغريزم وژغورل شو.

خو دوی بيا هم آرام نه شول او د بادارانو لخوا افغانستان کې د شته امنيت د لمنځه وړلو، ملکي وګړو د وژلو او افغانستان تجزیې کولو ته د مقاومت او نورو تر نامه لاندې د جبهاتو د خلاصون نغارې پيل کړې.

د دوی هستوګن ځایونه هم تاجکستان، پاکستان، فرانسه، امريکا او نور هېوادنه دي، هغه هيوادونه چې تيرې دوې لسیزې په يو او بل نامه د افغانستان په اشغال، ولس وژنې، فساد، نشه یي توکو او نورو بدبختيو کې ښکېل وو‌.

دوی ته يې دفترونه خلاص کړل، د سفرونو لپاره يې لګښتونه ورکوي او وخت ناوخت ورته غونډې جوړوي، چې د ولس له حافظې دا استفراق شوي تښتېدلي هېر نه شي.

خو په دې برخه کې دوی د ولس د خپلونې په ځای د ولس لخوا له سخت نفرت او رټل کېدلو سره مخ شوي او هره غونډه يې تر بلې هغې شړېډلې او بې پايلې وي.

دوی په دې برخه کې د ناکامي سره د داعشي خوارجو له صفوفو سره يو ځای اوس بيا د افغانستان د نارامۍ لپاره مټې را بډ وهلې دي‌.

پاکستان ورته غونډې جوړوي، تاجکستان یې مالي ملاتړ او د امريکا په خوښه ورته د مالي لګښت ور اخوا د پيسو په بدل کې داخلي او د ياد هېواد وګړي افغانستان ته له خپلو مشخصو اهدافو لمنځه وړلو لپاره را لېږي‌.

بغاوتګر (د شر او فساد ډله) هم لکه داعشي خوارج د مساجدو علماء په نښه کوي او د ولس ترمنځ د ويرې او ترهې را پيدا کولو سره افغانستان نړۍ ته نا امنه او د بادارانو موخې عملي کوي.

دا په نومونو دوه پروژې دي، خو تر پوست لاندې يوه پروژه ده، چې ملاتړ، تجهيز او سرباز ګيري یې ټول د روزنې د ځاينو په شمول د پاکستان، تاجکستان او امريکا له خوا کېږي.

دوی دلته د خپلو بادارانو په شمول د دايمي قبرستان ته د لېږلو په حال کې دي او د خپلو بادارانو په شان به یې دا خاوره ابدي هديره او خپلې موخې به ګور ته یوسي. باذن الله

ځواب پریږدئ

Exit mobile version