د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپايي او ځینو نورو هېوادونو له چارسمبالو سفیرانو او دیپلوماتانو سره لیدلي دي.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې چې د برېتانیه، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، سوېلي کوریا، اسټرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو چارسمبالو او دیپلوماتانو حضور درلود د افغانستان او اړوند هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو اړوند خبرې اترې وکړې.: «سیاسي مرستیال د ذکر شوو هېوادونو سفیرانو سره په ناسته کې د افغانستان دشته پرمختگونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات شریک کړل او دوی ټولو ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وڅاري، دوی یې وهڅول چې کابل کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې کړي او د افغانستان اړوند چارې له پلازمېنې کابل نه اداره کړي.»

نوموړي پرون په قطر کې له مېشتو افغانانو سره هم لیدلي وو.سیاسي مرستیال په قطر کې مېشتو افغانانو ته ویلي وو، افغانستان نن یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري، چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.

اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او له گڼو هېوادونو سره دیپلوماتیک، اقتصادي‌ او سیاسي‌ اړیکې لري.

افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د سیاست، اقتصاد او امنیت په برخو کې پام وړ پرمختگونه کړي، فساد پای ته رسېدلی، پر ټول افغانستان واحد اسلامي نظام حاکم دی او خلک له نظام سره بشپړ همکار دي.

نوموړي له افغان سوداگرو او پانگه‌والو غوښتي وو، چې په افغانستان کې پانگونه وکړي او له دې لارې دې د خپل هېواد په رغولو کې ونډه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version