یوې امنیتي سرچینې هندوکش‌غږ ته ویلي، نن سهار ۸:۳۰ بجې د شر او فساد ډلې دوه غړي د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.

د یادې سرچینې په خبره، د پروان د استخباراتو ځواکونو د یو کشفي راپور پر بنسټ، د بگرام ولسوالۍ اړوند د خانقاه په کلي کې د شر او فساد ډلې په یادو غړو عملیات کړي، چې له امله یې درېیو تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، میلاد د حاجي محی الدین زوی غوښتل چې د پروان د بگرام ولسوالۍ کې خپل موجودیت اعلان کړي؛ او د نورو په لمسون یې غوښتل چې د هېواد شته امنیت اخلال کړي، خو د امنیتي ځواکونو له برید سره مخامخ شول، چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او یو یې ژوندی ونیول شو.:«د پروان د استخباراتو ځانګړو ځواکونو سملاسي د دوی پر ضد عملیات وکړل، چې په پایله کې دوه تنه ووژل شول، یو یې ژوندی ونیول شو، یو راکټ لانچر، دوه میله کلاشینکوفونه او د شپې دوربین هم د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.» سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده، تېره شپه د پروان د مرکز اړوند تتمدره کلي کې نامعلومه وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې ډزې کړې وې، چې پولیسو ته کوم زیان نه و اوښتی، خو د پولیسو د لیزري قطعې له لوري د یاد برید عاملین نیول شوي دي او اوس‌مهال ترې څېړنې روانې دي.

د افغانستان د استخباراتو ځواکونو له لوري د هېواد په گوټ ـ گوټ کې د شر او فساد او د بغاوت ډلې گڼ غړي له منځه وړل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

د یادو ډلو د غړو پر وړاندې اوس‌مهال پېچلي عملیات پیل شوي، چې د کابل په گډون د هېواد په گڼو ولایتونو کې له پښو غورځول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version