لیکوال: عادل افغان
په افغانستان کې د تېر شل اشغال یوه لویه نادوده د سلګونو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او حزبونو جوړېدل وو، چې په خورا قوت او جدیت سره یې د اشغال د دوام، د پردیو ارزښتونو او فرهنګونو د ترویج، سمتي، قومي، ژبنیو او مذهبي تعصبونو ته لمن وهلو او دغه راز د هېواد ملي، اسلامي او تاریخي ارزښتونو ملنډې وهلو ته کار وکړ.

یاد ګوندونه او ټولنې چې شمېر یې سلګونه ته رسېده، ټول له پردیو هېوادونو، سازمانونو، سفارتخونو او ادارو خړوبېدل او د هغوی له خوا ورکړل شوې اجنډاوې او پلانونه به یې عملي کول.

د دې ترڅنګ مطلق اکثریت دغه ګوندونه د قومي، سمتي، ژبنیو، نشنلېستي او دغه راز نورو مفکورو پر بنسټ رامنځته شوي وو او مشري یې هم هغو کسانو کوله، چې د اشغال سرلاري او د تېرې فاسدې ادارې د ملا تیر یې جوړاوه.

د دې ترڅنګ د یادو ګوندونو له نوم او ادرس څخه په ګټې اخیستو سره به د دغو ګوندونو اړوندو کسانو پر عامو خلکو ظلمونه کول، باج به یې ترې اخیسته، وسله والې غلاوې به یې کولې، د ځمکو په غصب کې یې لوی لاس درلود، په پراخه پیمانه به یې د نشه‌يي توکو قاچاق کاوه، او ان ډېری وختونه به یې له بهرنیو سفارتونو او ادارو څخه د پرېمانه پیسو په ترلاسه کولو سره د فحشا او ډول ډول بې لاریو د ترویج لپاره کار کاوه.

په هره کوڅه او هر کلي کې به څو ګوندونه وو او د تېرې ادارې مفسدو چارواکو او دغه راز د اشغال مهرو لپاره ته په لنګې غوا بدل شوي وو، هره ورځ به یې د نوې اجنډا په پلي کولو سره هڅه دا وه، چې څنګه افغان ولس او ملت سره ووېشي، خلکو ته اندېښنې او تشویشونه پیدا کړي، څنګه د دوی په منځ کې د تعصب زړي وکري، څنګه دوی پر یو او بل بدګونه او بې باوره کړي، بس خلاص!

د دوی اساسنامه همدا وه او همدې ته یې کار ویلی و.

د اسلامي امارت په بیا راتګ سره افغان ولس له دې فتنې هم خلاص شو.

له یوې خوا لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، د دغو ګوندونو او ټولنو اکثریت مشران د اشغال سرلاري، د تېرې فاسدې ادارې چارواکي او هغه څو پاسپورته او څو هویته کسان وو چې دغه هېواد ته یې هېڅ ژمنتیا نه درلوده او له همدې کبله د اسلامي امارت په واک ته رسېدو یې له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړې.

له بلې خوا د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو او ټولنو ریاست لغوه کړ او په هېواد کې یې د دوی هر ډول فعالیت لغوه اعلان کړ.

اوس که د دغو ګوندونو تېرې مخینې، د دوی د رامنځته کېدو فلسفې او اساسنامې ته وګورو، ایا د دوی د فعالیت دوام به هېواد او خلکو ته ګټور وي؟ ځواب یې واضېح دی چې نه! هېڅکله هم نه، ځکه دغه ګوندونه چې ان د خلکو په منځ کې پر سیاسي دوکانونو هم مشهور وو، د وطن د ابادۍ، ښېرازۍ، د خلکو د ژوند د ښه کولو، د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا، ملت راټولونې او اتحاد لپاره هېڅ داسې کار ونه کړ، چې اوس یې څوک ان یوه بېلګه هم وړاندې کړای شي، برعکس د ملت د وېشنې، د خلکو د بدمرغۍ، د ارزښتونو د مسخه کولو، د تعصب او سلګونو او زرګونو نورو بدمرغیو لپاره یې دومره کار وکړ، چې ښايي اغېزې به یې تر ډېرو نورو کلونو هم پر ځای وي.

له همدې کبله د دې فتنې د له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت دا پرېکړه پر ځای، معقوله او د هېواد له ټولو ارزښتونو، د افغانانو او دغه راز اسلامي نظام له غوښتنو سره برابره ده.

دا وطن څو لسیزو جګړو او بدمرغیو دومره بدمرغه کړ چې د جوړېدو او نېکمرغۍ لپاره یې ښايي لسیزو ته اړتیا وي، پر همدې اساس د اسلامي امارت او اوسنیو مشرانو یو لوی مسوولیت دا هم دی چې د ملت د نورو زخمونو تر څنګ دغه زخم او ټپ ته هم دوا شي چې د سیاسي ګوندونو او ادرسونو له خوا ورکړل شوی او ان دا زخم تر ناسور حالت پورې رسېدلی و.

اوسمهال ترټولو مهمه دا ده چې د خلکو د بیا راټولېدنې، د دوی د اتحاد او یووالي لپاره کار وشي، دا کار نه په سیاسي ګوندونو کېږي او نه هم په مدني ټولنو، دا کار یو مقتدر او پیاوړی مرکزي حکومت د یوې پیاوړې تګلارې له مخې کولی شي، چې الحمدالله همداسې کېږي، اوس که د بدخشان کس خوست ته راځي، یا خوستوال هرات ته ځي، یا د بامیانو کس ننګرهار ته ځي او یا هم د کونړ یو کس فاریاب ته ځي، په ډاډه زړه ځي، ښه هر کلی یې کېږي او هغه د پردیتوب احساس نه کوي چې د تېرې شل کلن اشغال پر مهال یې درلود.

اوس ټول وطن یو موټي، یو تن او یو وجود دی او همدغه ډول تګلارې د ملتونو او دولتونو بقا تضمینوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version