محمد فیصل
یوه اوونۍ وړاندې د پښتونخوا د شانګلې سیمه کې په چینایي انجینرانو برید وشو. برید کې پینځه چینایي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی یې ووژل شول.
دا په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې په چینایانو تر ټولو خونړی برید و.
چین په پاکستان کې په بیلابیلو پروژو کې پانګونه کړې چې تر ټولو لویه یې د یو کمر بند-یو لار د سيپیک پروژه ده.
شانګله کې د داسو په نوم یو ډیم کې یې هم انجینران او نور کارکوونکي بوخت دي. د تیرې اوونۍ د برید له امله چینایانو خپل کار د یو څو ورځو له پاره ځنډولی و، خو وروسته یې بیا پیل کړ.
پر چینایانو برید ته په پاکستان کې توند غبرګون وښودل شو. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، ولسمشر اصف زرداري، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په بیړه په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلل او د خواخوږۍ تر څنګ یې د امنیت ډاډ ورکړ.
چین په سیمه کې د پاکستان تر ټولو پیاوړی متحد دی او د پاکستان په وینا دوستي یې له چین سره له غرونو قوي او بحرونو ژوره ده.
د هغه برید مسوولیت لا هم چا منلی نه دی.
د پاکستاني طالبانو تحریک په برید کې لاس لرل رد کړي دي او افغان حکومت هم یاد برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي دي، خو د پاکستان حکومت یې پړه په پاکستاني طالبانو ور اچولې او ویلي یې دي چې دې برید کې افغان خاوره کارول شوې ده.
برید چا او د څه له پاره کړی؟
واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته چین له افغان حکومت سره ډیرې نږدې اړیکې پاللي دي.
چینایي شرکتونو د کانونو په برخه کې د میلیونونو ډالرو پانګونه پیل کړې او ګڼو چینایي شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې له پاره لیوالتیا ښودلې ده.
د دې تر څنګ، په دیپلوماتیک ډګر کې د افغان حکومت یوه لویه لاسته راوړنه د چین له لوري د افغان سفیر رسمي منل و.
چین د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې هم ډیر ځله د افغانستان ملاتړ کړی دی.
دا چې د پاکستاني طالبانو او د بلوچ ازادۍ غورځنګ په ګډون تر اوسه کومې بلې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی نه دی، دا د دې احتمال قوي کوي چې دغه برید په پاکستان کې داسې کړیو کړی چې غواړي د چین او افغانستان اړیکې خرابې کړي او چین ته داسې وښیي چې ګنې افغان حکومت د چینایانو په وژلو کې مستقیم یا غیر مستقیم لاس لري او د چین دښمن دی.
پاکستان غواړي چین په افغانستان کې له پانګونې منع کړي او ورځ تر بلې د افغان-چین نږدې کیدونکې اړیکې له خنډ سره مخ کړي.
د دوی هدف دا دی چې چین پر افغان حکومت بد ګومانه کړي.
افغان حکومت به وار له مخه چین پوه کړی وي چې په هیڅ ځای کې په چینایانو او چینایي ګټو د برید ملاتړ نه کوي.
چین له برید وروسته له پاکستانه د عاملینو موندل وغوښتل او د پیښې د پلټنې له پاره یې یو پلاوی هم پاکستان ته واستوه.
په پیښور کې د ترهګرۍ ضد ادارې بیا په خپل راپور کې ویلي چې په باروتو بار موټر له سپین بولدک-چمن څخه د بلوچستان له لارې ځان تر شانګلې رسولی و.
دا راپور ډیر خندوونکی او له واقعیتونو لرې دی. اساسي پوښتنه دا ده چې په باروتو بار لوی موټر څه ډول په یو هیواد کې ۱۳۰۰ کیلومتره لار دومره په اسانۍ ووهي؟
په شانګله کې په چینایانو برید او د هیچا له لوري یې مسوولیت نه منل او د پاکستان له لوري پر افغانستان تور لګول د پاکستان هدف روښانه کوي او هغه دا چې پاکستاني سیاستوال او اسټبلشمنټ (پوځ او استخبارات) غواړي چې د افغان-چین اړیکې خرابې کړي او په افغانستان کې د چینایانو د پانګونې او د افغانستان د اقتصادي ودې مخه ونیسي. پاکستان له دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.