د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان ښار کې د دغه هېواد د قدس کنډک پر عسکرو وسلهوال برید شوی.
د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دې برید کې څلور تنه وژل شوي دي.
د برید مسئولیت د «ولسي مبارزینو جبهه» په نوم نوي جوړ شوې بلوڅ سازمان منلی.
د دې سازمان ویاند، پر خپل رسمي ادرس د یوه ویډیویي کلېپ په خپرولو سره د خپلو اهدافو تر تحققه پورې د ورته بریدونو د دوام خبرداری ورکړی.
