د افغاني جغرافيې خاصیت او تقدس دا دی، چې له اسلامي نهضتونو پر خلاف د غربي تاړاک درنده ګان پکې د شرم په تاوده بټ کې پخېږي.

کابو څلور لسیزي د شر او فساد مؤسسین او اتباعو په ټول قوت هڅه کړې ده، چې د دې خاورې تقدس د کفري داړه مارانو په خبیثو قدمونو داغداره کړي.

د شورويانو سره یې پټ تړونونه امضاء کړل، تر څو د وطن په جغرافیه ځان واکدار کړي، د دې کار د ترسراوي په موخه یې د خپلو بادارانو میډیا په واک کې واخېسته او خپل ټول خباثتونه او خیانتونه یې پرې پټ او ځان یې د یو اتل په حیث په ټولنه کې متعرف کړ.

چې په پایله کې یې د ۴۷ هېوادونو اشغالګرو ته خپله سېنه د قیمتي ډبرو په لیلام، د افغانانو په قتل عام، د نظامونو نړونه او د افغانستان د تجزیې کولو په برخو کې وډبوله او سم سیده یې په صف کې ور ودرېدل.

نني شریران او فسادیان هم د خپلو پلرونو په څېر د شیطان په لاره مزل خپله دنده ګڼي، چې په ترسراوي کې یې د خیالي جبهو په جوړښت د غرب په غېږ کې د وطن د ورانۍ راټولیدنې کوي.

تازه د مقاومت په نوم د یوې خيالي جبهې مشر د جرمني هېواد د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ته د هغې غونډې په اړه چې د جرمني د “Scandic Frankfurt Museumsufer” هوټل د رهبرۍ له لورې لغوه شوه شکایت کوي.

دوی غوښتل چې یاده غونډه د جرمني هېواد د فرانکفورټ په

( Scandic Frankfurt Museumsufer)

هوټل کې د احمد شاه مسعود د ۲۳تم تلین په مناسبت ترسره کړي او پکې د وطن د بربادۍ لپاره په نوې طریقه سوال زارۍ د نړیوالو په نوم هغو خلکو ته وکړي، چې د افغانانو بې سارې قربانۍ او سر ښندنې یې په سرو کې انګازې کوي او په هیڅ صورت به بیا زړه را ښه نکړي.

نوموړي له انالینا بیرباک څخه غوښتي چې د یادې ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړي.د مقاومت په نوم د خیالي جبهې مسؤل که لږ هم عقل ولري، د شرم خبره ده چې خپل پلار د جهاد اتل ګڼي او د کفر په لمن کې یې تلین نمانځي.

همدا ځای د تاریخ باب روښانه کوي، چې د شر او فساد لارویان د جهاد اتلان نه؛ بلکې د وطن د بربادۍ اصلي ممثلین دي فقط د جهاد په نوم د مسلمانانو احساسات سکونډي او د غرب اصل پیدا وار دي، چې بیلګې یې د ټولو په مخکې پرتې دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version