پاکستاني طالبانو نن مازدیګر مهال شاوخوا څلور بجې، د شمالي وزیرستان په ميرانشاه سیمه کې پر ځایي اربکیانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې د ګلاب په نوم مهم اربکی له خپل بل ملګري سره هلاک شوی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکش‌غږ ته د نوموړي د انځورونو له شریکولو وروسته وویل چې، یاد اربکی د پاکستاني طالبانو د ترور په قضیو کې له ښکېلتیا سربېره سیمه کې پر غیر اخلاقي کړنو هم تورن و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version