د عربي رسنیو د راپورونو له‌مخې د لبنان حزب‌ الله ډلې د سیاسي شوری مرستیال محمود قماطي ویلي چې د دغې ډلې وسله د لبنان ملي دفاعي ستراتیژۍ برخه ده او یوازې د اسرائیلي یرغل مخنیوي لپاره کارول کېږي.

قماطي د خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې د لبنان دولت لومړیتوب باید د لبنان له جغرافیې څخه د صهیونیستي رژیم د پوځیانو وتل او د ویجاړو سیمو بیا رغونه وي نه د حزب ‌الله ډلې بې وسلې کول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version