نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د ۶۰۰ ملي‌متره «KN-25» لوی څوګوني راکټ ویشتونکي سېستم پرمختللې بڼه ازمویلې ده.

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ اون ویلي، چې د سېسټم نوې بڼه د خپل ځان د رهبري کولو وړتیا لري او چټکتیا، حرکت او دقت یې لا لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، په دغه ازموینه کې شاوخوا پنځه توغندي په دوو پړاوونو کې توغول شوي، چې هر یوه یې له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ کیلومترو پورې واټن وهلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version