د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۴مه) شیخ صنیع‌الله فرهمند د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د سرپرست حکومت د سفیر او د ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي کړ.

د ښاغلي تکل په وینا، ‏د سفير د معرفي کېدلو په ناسته کې د رسمي پلاوي ترڅنګ انقره کې د افغان ټولنې ځينو مشرانو او علماوو هم ګډون کړی و.

ښاغلي متقي د معرفي کېدلو په دې ناسته کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سفير کچې ته د اړيکو لوړېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او مثبتو اړيکو نښه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version