د لوړو زده کړو وزارت وزیر، شیخ نداء محمد ندیم ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لوړو زده کړو له وزیر، حسین سیمایي صراف سره کتلي.
د یاد وزارت ویاند، حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، چې دې کتنه کې پر علمې همکاریو، د افغانستان او ایران پوهنتونونو تر منځ د استادانو تبادلې او نورو مهمو مسايلو خبرې شوې دي.
ښاغلي ندیم د افغانستان په پوهنتونونو کې د نویو ایجاد شویو ماسټري او دوکتورا برنامو او په دیني او عصري زده کړو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.
له بل لوري د ایران د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان او ایران تر منځ پر علمي همکاریو ټینګار کړی او د افغانستان سره یې هر ډول علمي همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
