لیکوال: اېمل پښتون

په 2019م کال کې د افغانستان انټرنیشنل په نوم نړیوال تلویزیون فعال شو. له لندن او واشنګټن څخه خپرونې کوي.افغانستان انټرنشنال هغه ټلويزيوني شيطاني شبکه ده، چې د سټلايټ او تولنيزو شبکو له لارې نشرات کوي. ددې رسنۍ کار د پيل څخه بيا تر اوسه پورې فساد او فحشاء عام کول دي او تل يې کوښښ کړی چې حقايق له خلګو څخه پټ کړي او پر ځای يې شايعات او درواغ نشر کړي.نوموړې رسنۍ د درواغو خبرونو تر څنګ د فاسدو تحليلونو او تبصرو په ذريعه د خلګو ذهنيتونه هم خرابوي او کوښښ کوي تر څو زموږ ولسونه په خاصه توګه ځوانان په فکري او سياسي انحراف روان کړي.دوی په خپله ټاکل شوې پالیسي کې وايي: (د افغانستان نړیواله ټولنه په خپلو مسلکي کارونو کې خپلواک، بې پرې او صادق دي، د دقت او باور په لوړو معیارونو سره، د افغانستان نړیوال معیارونه بې طرفه د حقایقو او مستند معلوماتو پر بنسټ تعریف شوي او د شخصي او سیاسي تعصب څخه ډډه کوي. دا هغه پالیسي ده، چې د رضاکار رسنیو لخوا د دوی لپاره جوړه شوې ده.خو هغه څه چې د دوی په خپرونو کې تر سترګو کېږي، په بشپړه توګه د دغو اصولو خلاف دي، له بده مرغه هغه افغان ضد ډلې چې په هېواد کې له یوه ځانګړي توکم سره شخصي دښمني لري، په دې شبکه کې ځای پر ځای شوي دي. دوی نه یوازې له افغانانو سره دښمني کوي، بلکې په تعصبي ډول د افغانانو تر منځ دښمني او عداوت رامنځته کوي او د دوی زیاتره تبلیغات په دروغجنو افواهاتو ولاړ دي. څه موده وړاندې دوی د احمد شاه مسعود د قبر د نړولو خبرونه خپاره کړل، چې ګواکي له منځه وړل شوی دی، د دې خبر له خپرېدو وروسته د څو ورځو لپاره په افغانستان کې د بېلابېلو توکمونو د خلکو ترمنځ توکميز جنجالونه پيل شول. او په پای کې، دا خبر دروغ وپیژندل شو، او شبکې بښنه وغوښته ترڅو د نورې رسوایۍ مخه ونیسي.افغانستان انټرنیشنل په پاڼو کې د فتنې او ګډوډۍ په پار د خپلو افغاني اوریدونکو احساسات راپاروي. تر څو د جګړې اور بل کړي.یادې شبکې یو ځل بیا د افغانستان په اړه د غرب تګلاره په ډاګه کړه او د هغه د شومو پلانونو عملي کولو ته یې خپله اوږه ورکړه. د بد اخلاقۍ او فحشا د ترویج په موخه يې ښځینه کارکوونکو ته داسې اوصول وضعه کړي دي، چې بشپړ غربي کلتور پکې په ځان منل شوی دی.ښځینه کارکوونکي به بېله پړوني، پرتوګ او حجاب څخه د سکرين پر مخ په داسې ډول راڅرګندېږي، چې په کامله معنا د غربي کلتور او رواج نماینده ګي پکې نغښتې وي، چې دا په ښکاره ډول د افغاني کلتور پر وړاندې د دوښمنۍ اعلان دی.په عربي کې یو ضرب المثل دی، وایي: بدترینه بلا هغه ده، چې سړی خندوي. د دوی دغه ډول کړنې سړی خندوي، خو په حقيقت کې دا د اسلام پر وړاندې خورا ستر يرغل دی، چې د افغانانو په نامه له پردۍ نطفې زیږیدلو، د دوی ټولو پلانونو ته لبيک ووايه.ويل کېږي: د ښځینه کار کوونکو لپاره ډیر درانه شرایط وضعه شوي دي، چې کار کوونکې یې په لېوالتیا سره اجرا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version