د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیق الله خالد نن (سه شنبه) د افغانستان-امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له رئیس جف ګریکو سره کتلي.
د افغانستان بانک وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګریزو بانکونو د بانکي روابطو پراختیا، د مالي خدمتو ښه والي، د پيسو نړیوالو لېږدونو او د بانکي سکتور پر ثبات خبرې شوې دي.
ښاغلي خالد ویلي، د افغانستان بانک د خصوصي سکتور ملاتړ او د سوداګرۍ د ودې لپاره له ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د رغنده همکاریو او اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
په ورته مهال د افغانستان-امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې رئیس د بانکي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي ودې، د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


