د هرات صنايعو او کانونو خونې ویلي، چې دا مهال د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې تر ۱۵۰۰ زياتې فابريکې په بېلابېلو صنعتي برخو کې فعاليت کوي.
د دغې خونې د رئیس، محمد ناصر امین په خبره دغو فابريکو کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان په کار بوخت دي.
په ورته مهال د چارو شنونکي وایي، افغانستان به راتلونکو لسو کالو کې سیمه کې د یوه پرمختللي صنعتي هېواد په توګه راڅرګند شي.


