د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم په پرله‌پسې بریدونو کې ۶۸ فلسطینیان شهیدان او ۳۶۲ نور ټپیان شوي دي.

وزارت زیاتوي، له دې سره د د جګړې له پیل (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷مې) راهیسې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۶۴ زره او ۳۶۸ او د ټپیانو شمېر ۱۶۲ زره او ۳۶۷ تنو ته رسېدلی.

په خبر کې راغلي، چې لا هم په غزه کې د زرګونه شهیدانو جسدونه تر ویجاړیو لاندې بند پاتي، چې د امکاناتو د نشتوالي او د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ورته لاسرسی نه‌کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version