د افغان حکومت مخالفین، چې دا مهال په بهر کې مېشتو سیاسي، نظامي او مدني ډلو رهبري کوي، ډېری یې د پرځېدلي جمهوریت چارواکي او ازمویل شوي چارواکي دي، چې په تېر رژیم کې یې مهم مسؤلیتونه ترسره کړي، پر لوړو سیاسي پوسټونو مقرر وو او تر یو حده یې په نظام کې جایګاه درلوده، لکه عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، محمد محقق، احمد مسعود، امرالله صالح، سمیع سادات، یاسین ضیاء، سیاف، خليلي، نبیل او ګڼ شمېر نور.

دوی په مختلفونو نومونو ډلې او جبهې پرانیستې دي، شعار یې د افغان حکومت په وړاندې هر اړخیزه مبارزه ده، خو اهداف یې بیا پاشلي او مختلف دي، مثلاً د ملي ګټو پر ځای د شخصي ګټو تأمین، واک ته له نا مشروع لارو رسېدنه او نور؛ دوی د خپلو ناسمو جوړښتونو او ژورو اختلافي تفکراتو په شتون کې بیا هم هڅه کوي، تر یو حده خپلو شومو موخو ته ورسېږي، خو مختلفو عواملو انزوا ته بېولي.

د مخالفو ډلو همدغه مشران چې پرون چارواکي وو، د ولس په تله کې وزن شوي، اعتبار یې برې بایللی او نور یې د ملاتړ لپاره زړه نه ښه کوي، دوی د خپلو فسادونو، مظالمو او ناوړه کړنو له کبله منفور او په افغانستان کې د واکمنۍ پر مهال ناکام شوي، د پرون ماتې او ناکامي یې هر چا ته ښه څرګنده ده، دوی باید نور په خپلو فعالیتونو او منډو ترړو د هغه بایللي سهار لټون و نه کړي، کوم چې یې څلور کاله وړاندې بایلود.

د مخالفینو په آند روڼ سهار هغه دی چې افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او نیابتي ډلو د جګړې او ګټې ډګر وي، نه د امن، سولې او ثبات مثالي هېواد. خلکو ته روښانه ده چې د شل کلن جمهوریت تجربه له فساد، بې ‌عدالتیو او ناکامیو ډکه وه، چې ډېره برخه مسؤلیت یې همدغو سیاستوالو ته ور ګرځي، نو ځکه خو خلک باور نشي پرې کولای، حتی هغه خلک چې یو وخت د ډیموکراسۍ او واشنګټن د دفاع په نوم قرباني کېدل، نن ورځ په همدغه سیاسیونو دومره باور نه لري چې یو ځل بیا تکیه په وکړي؛ همدغه بې باورۍ هم د شومو اهدافو د تحقق مخه نیسي.

بهرنیان هم د مخالفو ډلو د هغه مشرانو او سیاسیونو آرمانونه نور نه پوره کوي، چې په افغانستان کې په فساد او نالایقۍ کې خاص نوم لري. که څه هم پخواني چارواکي او سیاسیون د بهرنیانو ګټو ته وفادار وو، خو په څنګ کې یې شخصي ګټې هم په پراخه کچه تأمینولې، چې له کبله یې هېواد او په ځانګړې توګه سیستم جوړولو ته هیڅ بنسټیز کار و نه کړ، چې وروسته په تدریج سره د بهرنیانو د ګټو تأمینوونکی رژیم(جمهوریت) هم وپرځېده او د پخوانیو چارواکو بدې ورځې پیل شوې.

بهر مېشتو مخالفو ډلو، پخوانيو چارواکو او سیاسیونو ته پکار ده چې د داسې سهارونو تمه، آرمان او غوښتنې له ذهنه وباسي، چې یو ځل پکې ناکام شوي دي؛ دوی دې دا هم له یاده وباسي چې بیا به د افغانستان پر دې مجاهد پروره خاوره واکمنان وي، ګټې به یې خوندي وي، واک به یې په لاس کې او د هیڅ بې عدالتۍ پوښتنه به نه ورڅخه کېږي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version