انډیپنډنټ ورځپاڼې په يوه راپور کې ويلي، چې د فرانسې حکومت په دغه هېواد کې د راتلونکي کال لپاره ټولو روغتونونو ته د احتمالي جګړې پر وړاندې د پوره چمتووالي نيولو امر کړی.
سرچينه وايي، د فرانسې کورنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې ټولو روغتونونو ته د يوه ليک په لېږلو سره امر کړی، چې د راتلونکي کال لپاره بايد د يوې سترې جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.
په ليک کې دغه راز ويل شوي، چې د راتلونکي کال تر مارچ مياشتې پورې بايد د هر ډول بيړنيو حالتونو لپاره چمتووالی نيول شوی وي او له ۱۰ زره څخه تر ۵۰ زرو پورې د ټپيانو بسترونه چمتو شوي وي.
ياده دې وي، چې تر دې دمه د فرانسې د حکومت د دغه امر تر شا دليل نه دی روښانه شوی؛ خو د روسيې پر ضد د فرانسې د ولسمشر ماکرون ورځ تر بلې سختې خبرې او دريځونه دا روښانه کوي چې فرانسه اوکراين سره د مرستې لپاره له روسیې سره مخامخ جګړې ته روانه ده.