د روغتیا وزارت په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې افغانستان اسلامي امارت د روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوتل سازمان نوي مشر ايډوين سينيزا سره د افغانستان کې پر روغتيايي وضعيت مهمه ناسته کړې ده.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د نوي مشر ایډوین سینیزا سلاوډر سره د روغتیايي سیستم پر پراختیا، لرې پرتو سیمو ته د رسیدنې، د ساري ناروغیو سره د مبارزې، د پولیو لابراتوار پر فعالیت‏ او د روغتیايي سیستم لپاره د مؤثرې پالیسۍ جوړولو پر څرنګوالي او همغږۍ خبرې اترې تر سره کړې.

خبرپاڼه همدا رنګه زياتوي چې: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان لپاره نوي مشر ښاغلي ایډوین د عامې روغتیا وزارت سره پر همغږۍ ټینګار وکړ او د روغتیايي سیستم د لا پرمختک او همکارۍ لپاره یې د تعهد څرګندونه وکړه، ‏د ښاغلي ایډوین پر وینا د عامې روغتیا وزارت سره به د روغتیايي خدماتو په برخه کې لا ښه همکاري او ښه همغږي ولري.

په افغانستان کې وروستي څو کلونه د عامې روغتيا لپاره طلايي کلونه ګنل کېږي چې پکې د روغتيا سکتور د پرمختګ او سمون سربېره سلګونه لرې پرتو هغو ولسواليو او سيمو ته روغتيايي خدمات ورسېدل چې پخوا پکې نه ترسترګو کېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version