ايراني رسنۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ته رسېدلی.

عراقچي ویلي، یاده ناسته کې به پر ایران د اسرائیلو برید د بحث اصلي موضوع وي.

عراقچي داسې مهال د اسلامي همکاریو سازمان کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل.

د راپورونو له مخې، دغو بریدونو کې تر دې مهاله دواړو لورو ته درانه زیانونه اوښتي او دواړو لورو د یو بل خاوره کې مهمې او ستراتیژیکې سیمې په نښه کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version