د سرپرست حکومت عدلیې وزارت خبر ورکړی چې تېره یوه میاشت کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي، تخنیکي هیئتونو په کندز، غور، نيمروز او ارزګان ولایتونو کې څه باندې «۱۶۵۷۸» جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
د خبر له مخې، تر ټولو ډېره ځمکه په غور ولایت کې موقعیت لري چې «۸۹۴۰» جریبه ځمکه پکې شامله ده.