د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې، د مشرتابه د حکم پر اساس، د تخار مخکنی والي مولوي عبید ﷲ امین زاده، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین په توګه، د کانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مخکنی معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي، د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین په توګه، د افغانستان بانک د نظارت مخکنی آمر شیخ عبد الرحمن قانت، د کانونو او پترولیم وزارت د پلان او پالیسۍ د معین په توګه، د کندهار مخکنی امنیه قومندان مولوي سمیع ﷲ حزب ﷲ؛ د تخار د والي په توګه، په دندو ګومارل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د هلمند ولایت مخکنی والي مولوي عبدالاحد طالب؛ د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه، د لوړو زده کړو وزارت مخکنی علمي معین لطف ﷲ خیرخواه، د افغانستان بانک د نظارت د آمر په توګه ټاکل شوي دي.