عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ په غور، میدان وردګ، تخار، لوګر، نورستان، بادغیس او پنجشیر ولایتونو کې ۳۴ زره او ۱۸ جریبه ځمکه چې غصب شوې، له تثبیت او ارزونې وروسته بېرته مسترده شوې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې تېره میاشت کې تر ټولو زیاته را ګرځول شوې ځمکه په میدان وردګ کې ده چې ۱۴ زره او ۷ سوه ۴۶ جریبه ځمکه پکې شامله ده.